د بلخ او سمنګان زلزله‌ ځپلو لپاره د مرستو چمتو کولو په اړه ناسته وشوه

arcs_website_admin
Mon, Nov 03 2025 6:25 PM
د بلخ او سمنګان زلزله‌ ځپلو لپاره د مرستو چمتو کولو په اړه ناسته وشوه

دوشنبه، ۱۲ جمادى الأولى ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملياتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌الله عبدالسلام، په افغانستان کې د نړيوالو کاري شریکانو ( آی سي آر سي، ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، د ترکیې او قطر سرو میاشتو، د ناروې او ډنمارک سرو صلیبونو) له استازو سره د بلخ او سمنګان ولایتونو د زلزله‌ ځپلو لپاره د بیړنیو بشري مرستو د چمتو کولو په تړاو مرکزي دفتر کې ناسته وکړه.
ښاغلي عبدالسلام، زيانمنو ته د افغاني سرې میاشتې د ژغورنې ټيمونو د فعالیتونو، لومړنیو روغتیایي خدمتونو او د اوښتو زيانونو په اړه معلومات شریک کړل او زياته يې کړه، چې د زلزله‌ ځپلو لومړنۍ اړتیاوې د موجوده امکاناتو له لارې نه شي پوره کېدای، له کاري شریکانو یې د خوړو، پاکو اوبو، درملو او نورو اړينو مرستو د برابرولو غوښتنه وکړه.
کاري شريکانو د افغاني سرې میاشتې د بېړنيو خدمتونو ستاینه وکړه، له اغېزمنو کورنیو سره یې خواخوږي وښوده او د زيانمنو کورنيو لاسنيوي برخه کې يې د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

Latest news

Tue, Nov 04 2025 5:47 PM
Background image

Jawzjan: ARCS Provides Health Services to Thousands of Patients

Tuesday, November 4, 2025

Over the past 30 days, medical teams from the ARCS have provided essential health services across several districts and villages in Jawzjan province. During. . .

Mon, Nov 03 2025 6:38 PM
Background image

Meeting Held to Provide Aid for Earthquake Victims in Samangan and Balkh

Monday, November 3, 2025

Mawlawi Rohullah Abdul Salaam, Under-Secretary General for Operational Affairs at the ARCS, convened a meeting at the central headquarters with representatives. . .

Mon, Nov 03 2025 5:14 PM
Background image

Three-Day Training Workshop Held on Safe Access

Monday, November 3, 2025

A three-day training workshop on Safe Access was launched with the support of the ICRC for 20 staff members from the Safety and Protection Department of the. . .

BACK TO NEWS