د بلخ او سمنګان زلزله ځپلو لپاره د مرستو چمتو کولو په اړه ناسته وشوه
              دوشنبه، ۱۲ جمادى الأولى ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملياتي مرستیال ښاغلي مولوي روحالله عبدالسلام، په افغانستان کې د نړيوالو کاري شریکانو ( آی سي آر سي، ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، د ترکیې او قطر سرو میاشتو، د ناروې او ډنمارک سرو صلیبونو) له استازو سره د بلخ او سمنګان ولایتونو د زلزله ځپلو لپاره د بیړنیو بشري مرستو د چمتو کولو په تړاو مرکزي دفتر کې ناسته وکړه.
ښاغلي عبدالسلام، زيانمنو ته د افغاني سرې میاشتې د ژغورنې ټيمونو د فعالیتونو، لومړنیو روغتیایي خدمتونو او د اوښتو زيانونو په اړه معلومات شریک کړل او زياته يې کړه، چې د زلزله ځپلو لومړنۍ اړتیاوې د موجوده امکاناتو له لارې نه شي پوره کېدای، له کاري شریکانو یې د خوړو، پاکو اوبو، درملو او نورو اړينو مرستو د برابرولو غوښتنه وکړه.
کاري شريکانو د افغاني سرې میاشتې د بېړنيو خدمتونو ستاینه وکړه، له اغېزمنو کورنیو سره یې خواخوږي وښوده او د زيانمنو کورنيو لاسنيوي برخه کې يې د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ څرګند کړ.
