د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵ زره اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشل شوي دي

arcs_website_admin
Tue, Jul 29 2025 9:57 AM
د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵ زره اړمنو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشل شوي دي

سې شنبه، ۴ صَفَر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري، د هندوستان هېواد په مالي همکارۍ د هېواد په شپږو ولایتونو کې پنځه زره اړمنو، بې‌سرپرسته او پېښځپلو کورنیو ته ۲۱۰ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وېشل شوي دي.
یادې مرستې په پکتیکا کې ۱۵۰۰، بدخشان کې ۱۵۰۰، کندهار کې ۱۲۵۰ او په هلمند، زابل او ارزګان کې ۲۵۰ ـ ۲۵۰ کورنیو ته وېشل شوې دي.
په وېشل شوې ‎مرسته کې هرې کورنۍ ته په خوراکي توکو کې (اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، دال، مکروني، مۍ، مالګه او بیسکوټ) او په غير خوراکي توکو کې د کاليو مينځلو شامپو او د لاس مينځلو صابونونه ورکړل شوې دي.
ددې مرستو موخه د اړمنو کورنیو اقتصادي ستونزو ته رسېدنه او د هغوی د ژوند اړینې اړتیاوې پوره کول وه.

Latest news

Tue, Mar 10 2026 5:47 PM
Background image

Logar: Cash Assistance Provided to Family Affected by Landslide

Tuesday, March 10, 2026

The ARCS provided cash assistance to a family affected by a landslide in Arzo Khil Village, Kharwar District of Logar Province. 
The family, which suffered. . .

Tue, Mar 10 2026 4:45 PM
Background image

Non-Food Items Distributed to 470 Vulnerable and Repatriated Families in Kabul

Tuesday, March 10, 2026

The ARCS, with support from the IFRC, provided non-food items to 470 vulnerable, impoverished, and repatriated families in various central districts and Paghman. . .

Tue, Mar 10 2026 3:35 PM
Background image

ARCS Leadership Holds Joint Iftar with International Partners

Tuesday, March 10, 2026
 
The ARCS hosted an iftar in Kabul last evening for its international partners, following Afghan traditions of hospitality, and held a joint gathering. 
The. . .

BACK TO NEWS