د بحراني حالاتو مدیریت او مهارتونو زدهکړه؛ روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۷ محرمالحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ساتنې او خوندیتوب ریاست د مرکز او سیمه ییزو زونونو اړوندو کارکوونکو ته د امنیتي ګواښونو د کمولو او بحراني پېښو د مدیریت کولو تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.
په دې روزنیز ورکشاپ کې ګډونوالو ته د امنیتي ګواښ پېژندنې، د پېښو د رامنځته کېدو احتمال، تر ګواښ لاندې سیمو تشخیص، د خطرونو د راکمولو او مخنیوي لارو چارو، کارکوونکو ته د خوندي فضا برابرولو، په بحراني حالاتو کې د پېښو د مدیریت اصولو، د اداره کوونکې ډلې پر مسٸولیتونو او د پېښو د ځانګړتیاوو او مهارتونو په اړه لازم معلومات وړاندې شول.
ورکشاپ، ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.