د بحراني حالاتو مدیریت او مهارتونو زده‌کړه؛ روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۴:۲
د بحراني حالاتو مدیریت او مهارتونو زده‌کړه؛ روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۷ محرم‌الحرام ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ساتنې او خوندیتوب ریاست د مرکز او سیمه‌ ییزو زونونو اړوندو کارکوونکو ته د امنیتي ګواښونو د کمولو او بحراني پېښو د مدیریت کولو تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

په دې روزنیز ورکشاپ کې ګډونوالو ته د امنیتي ګواښ پېژندنې، د پېښو د رامنځته کېدو احتمال، تر ګواښ لاندې سیمو تشخیص، د خطرونو د راکمولو او مخنیوي لارو چارو، کارکوونکو ته د خوندي فضا برابرولو، په بحراني حالاتو کې د پېښو د مدیریت اصولو، د اداره کوونکې ډلې پر مسٸولیتونو او د پېښو د ځانګړتیاوو او مهارتونو په اړه لازم معلومات وړاندې شول.

 ورکشاپ، ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۲۱:۱۹
Background image

پکتیا؛ له سېلاب ځپلو کورنیو سره غير خوراکي او نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۷ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې له ۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۴ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۹:۳۸
Background image

کندز؛ کاري فرصتونو د برابرولو په موخه نوې پروژې پیل شوې

پنجشنبه، ۷ محرم الحرام ۱۴۴۷

 د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ د هزار چنار او ولي‌ داد کلیو کې د کار په بدل کې د پیسو دوه پروژې پرانستل شوې چې له مخې به یې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۴:۲
Background image

د بحراني حالاتو مدیریت او مهارتونو زده‌کړه؛ روزنيز ورکشاپ پای ته ورسېد

پنجشنبه، ۷ محرم‌الحرام ۱۴۴۷ 

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ساتنې او خوندیتوب ریاست د مرکز او سیمه‌ ییزو زونونو اړوندو کارکوونکو ته د امنیتي ګواښونو د کمولو او بحراني پېښو د. . .

BACK TO NEWS