بامیان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!
د یکشنبې په ورځ د روان ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د شوال مياشتې پر ۸ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د بامیان ولایت په مرکز کې ۳۰۰ بېوزلو، اړمنو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه. یاده مرسته، چې د ترکيي هيواد له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۲ کیلو بوره، ۲ کیلو وريژې ، ۱ کیلو دال، ۵ کیلو مکروني، ۱ کیلو نخود، ۱ قوطی رُب، ۱ پټو او ګڼ نور توکي شامل وو.
