بامیان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۳۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۱۹ - ۹:۲۵
هلال احمر افغانی برای ۳۰۰ خانواده در ولایت بامیان مساعدت نمود!

د یکشنبې په ورځ د روان ۱۴۴۳ سپوږمیز کال د شوال مياشتې پر ۸ مه نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د بامیان ولایت په مرکز کې ۳۰۰ بېوزلو، اړمنو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو ته د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه. یاده مرسته، چې د ترکيي هيواد له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۲ کیلو بوره، ۲ کیلو وريژې ، ۱ کیلو دال، ۵ کیلو مکروني، ۱ کیلو نخود، ۱ قوطی رُب، ۱ پټو او ګڼ نور توکي شامل وو.

 

هلال احمر افغانی برای ۳۰۰ خانواده در ولایت بامیان مساعدت نمود!

 

هلال احمر افغانی برای ۳۰۰ خانواده در ولایت بامیان مساعدت نمود!

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۸:۵
Background image

تخار؛ ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په نمک‌ آب او چال ولسوالیو کې ۵۰ سېلاب ځپلې کورنۍ د ۵۲۵ زره افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۸
Background image

ارزګان او لغمان کې له ۳۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره شاوخوا ۳.۷ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه

چهار شنبه، ۱ محرم ۱۴۴۸ هـ ق

د افغاني سرې میاشتې له لوري د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ کې له ۲۵۰ او د لغمان ولایت په مرکز مهترلام او علینګار ولسوالۍ کې له ۱۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۶
Background image

کابل؛ ۴۰ رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورنیو ته وسپارل شول

چهارشنبه، ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیا ریاست اړوند د کابل د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۴۰ تنه رغېدلي رواني ناروغان، چې ۲۸ تنه یې نارینه او ۱۲ تنه. . .

BACK TO NEWS