د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست عمومي رییس، په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د چارو له ځانګړي استازې او د سیډا کمېسیون له غړې سره لیدنه ترسره کړه!

arcs_website_admin
Tue, Apr 12 2022 12:48 PM
سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمرافغانی با نماینده خاص ملل متحد در امور خشونت علیه زنان و عضو منتخب کمیسیون سیدا ملاقات نمود!

نن سه شنبه د روان ۱۴۰۱ لمریزکال د وري میاشتې پر ۲۳ مه، چې د ۱۴۴۳ کال د رمضان المبارک میاشتې له ۱۱ مې نېټې سره سمون لري د افغاني سرې میاشتې سرپرست رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر وړاندې د چارو له ځانګړې استازې مېرمن ریم السلیم او مېرمن بندانه رڼا د سیدا کمېسیون له غړې سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رییس د افغاني سره میاشتې په چوکاټ کې د مېرمنو د رول او فعالیتونو، په ځانګړې توګه د روغتیا، مرستون او رضاکارانو  په اړه مالومات ورکړل، چې شاه او خوا ۲۵ سلنه مېرمنې د افغاني سره میاشتې په چارو کې فعالیت ترسره کوي.

نوموړي زیاته کړه، نړیواله ټولنه باید د ښار په شمول د ولایاتو لرو پرتو سیمو مېرمنو ته هم ډېره پاملرنه وکړي، ځکه د افغانستان مېرمنې د خپلو زامنو، خاوندانو او وروڼو د له لاسه ورکولو له امله ډېرې ستونځې ګالي او زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.

په مقابل کې په ملګرو ملتونو کې د ښځو پروړانډې د تاوتریخوالي د چارو ځانګړې استازې مېرمن ریم السلیم او مېرمن بندانه رڼا د سیدا کمېسیون  غړې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رییس له مثبتو اندونو او نظریاتو مننه وکړه. همدارنګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست عمومي رییس له لوري ډاډ ورکړل شو، چې په افغاني سره میاشت کې به د مېرمنو رول د اسلام مبارک دین او افغاني کلتور سره سم په پام کې نیول کېږي.

 

سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمرافغانی با نماینده خاص ملل متحد در امور خشونت علیه زنان و عضو منتخب کمیسیون سیدا ملاقات نمود!

 

سرپرست ریاست عمومی جمعیت هلال احمرافغانی با نماینده خاص ملل متحد در امور خشونت علیه زنان و عضو منتخب کمیسیون سیدا ملاقات نمود!

 

 

Latest news

Sun, May 17 2026 10:35 AM
Background image

Thousands of Patients Receive Health Services from ARCS in Parwan

Sunday, May 17, 2026

 

Medical staff of the ARCS have provided health services to thousands of patients across various districts and villages of Parwan Province over the past 30 days.. . .

Sun, May 17 2026 9:37 AM
Background image

ARCS Trains Thousands to Promote Youth Awareness and Skills Development Through Training Centers

Sunday, May 17, 2026

 

The ARCS provided education and public awareness sessions to 4,970 learners through its 37 Youth and Volunteers Training Centers nationwide over the past week.. . .

Wed, May 13 2026 5:29 PM
Background image

Toward Self-Reliance: 50 Vulnerable Women Enroll in Tailoring Training in Herat

Thursday, May 14, 2026

 

The ARCS enrolled 50 vulnerable and repatriated women in vocational tailoring training who were affected by natural disasters, climate change, and migration. . .

BACK TO NEWS