کابل؛ د خوندي لاسرسي او بحراني نشراتو په اړه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۲۴
K

دوشنبه، ۲۲ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست په نوښت او د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ، د «خوندي لاسرسي د نشراتو ادغام او د بحراني نشراتو معیاري عملیاتي کړنلارې» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

په ورکشاپ کې د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست د مرکزي دفتر او سیمه‌ ییزو زونونو نشراتي مدیرانو ترڅنګ، د کارکوونکو چارو، ساتنې او خوندیتوب ریاستونو یو شمېر کارکوونکي هم ګډون لري.

د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال مولوي روح‌ الله عبدالسلام د نشراتو د ارزښت او د خبرونو او راپورونو د خپرولو پر مهال د مسؤولانه چلند په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې د کره، مسؤولانه او پر وخت معلوماتو خپرول د عامه پوهاوي په لوړولو او د خلکو د باور په پیاوړتیا کې مهم رول لري او له ګډونوالو یې وغوښتل چې په نشراتي چارو کې دقت او مسؤولیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د افغاني سرې میاشتې د نشراتو آمر مولوي یحیی رحیمي هم د ورکشاپ ګډونوالو ته وینا وکړه او د بشري خدمتونو په برخه کې یې پر صداقت، اخلاص او امانتدارۍ ټینګار وکړ.

په دغه روزنیز ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د خوندي لاسرسي د نشراتو د ادغام، د بحراني حالاتو پر مهال د نشراتي چارو د مدیریت، د ساتنې او خوندیتوب او نورو اړوندو ریاستونو سره د همغږۍ او د بحراني نشراتو د معیاري عملیاتي کړنلارې په اړه لازم معلومات او عملي زده‌ کړې ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۲
Background image

کابل؛ چهار موتر لندکروزر به ارزش ۲۸ هزار دالر امریکایی به هلال‌احمر افغانی سپرده شد

سه‌شنبه، ۲۳ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

سه موتر لندکروزر از سوی فدراسیون بین‌المللی جمعیت‌های ملی و یک موتر لندکروزر از سوی هلال‌احمر ترکیه به هلال‌احمر افغانی سپرده شد که مجموع ارزش آن‌ها ۲۸ هزار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۱۹
Background image

کنر؛ در یک ماه گذشته به بیش از ۵ هزار بیمار خدمات صحی ارائه شده است

سه‌شنبه، ۲۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸

کارکنان صحی هلال احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت کنر، برای ۴۷۲۱ بیمار سراپا خدمات صحی از جمله معاینه، توزیع ادویه ضروری،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۴:۴۳
Background image

پکتیکا؛ از ۱۸ تن برای بست داکتر MD تیم صحی سیار امتحان اخذ شد

دوشنبه، ۲۲ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی، به‌منظور استخدام کادر شایسته و مسلکی برای بست داکتر MD تیم صحی سیار ولسوالی ورممى ولایت پکتیکا، از ۱۸ داکتر امتحان تحریری اخذ نمود.

این. . .

BACK TO NEWS