کابل؛ افغاني سرې میاشتې او د سره صلیب نړیوالې کمېټې د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۲۵
K

سې ‌شنبه، ۲۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، شیخ‌ الحدیث شهاب‌الدین دلاور او د نوموړي مرستیال حافظ عزیز الرحمن، په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر جوهانس بروور سره د روان او راتلونکي کال د بشري همکاریو، ګډو پروګرامونو او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

په ناسته کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د روانو بشري فعالیتونو او روغتیايي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د نوي پرانیستل شوي قلبي روغتون د مسلکي ظرفیت په اړه یې معلومات شریک کړل. نوموړي وویل، په دغه روغتون کې هره ورځ د سوري زړه پنځه ناروغانو ته جراحي عملیات ترسره کېږي او روغتون په یو وخت د ۵۰ ناروغانو د بستر ظرفیت لري.

ښاغلي دلاور د افغاني سرې میاشتې د بشري خدمتونو د پراختیا په برخه کې د کاري شریکانو له همکاریو مننه وکړه او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر د روغتیايي خدمتونو، د بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو د ملاتړ په برخه کې د همکاریو د پراختیا ژمنه وکړه. هغه وویل، چې د تېرو کلونو په پرتله به راتلونکې همکارۍ لا پراخې وي او لرې پرتو سیمو ته به ځانګړې پاملرنه وشي. نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ، چې په کونړ او نورستان ولایتونو کې به له وروستیو سېلاب ځپلو کورنیو سره نغدي مرستې هم ترسره شي.

د ناستې په پای کې دواړو لوریو پرېکړه وکړه، چې د افغاني سرې میاشتې او سره صلیب نړیوالې کمېټې د روغتیا او پېښو اړوند تخنیکي ټیمونه به د اړتیا له مخې ګډې ناستې ترسره کوي، څو د روغتیايي خدمتونو او پېښو د مدیریت په برخه کې همغږي پیاوړې او ګډ بشري فعالیتونه لا اغېزمن شي.

افغاني سره میاشت د خپلو نړیوالو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د روغتیا، بېړنیو بشري مرستو او د طبیعي پېښو د مدیریت په برخو کې خپلې ګډې برنامې پراخې او د اړمنو هېوادوالو اړتیاوو ته لا اغېزناک ځواب ووايي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۶:۲۲
Background image

کابل؛ هلال احمر افغانی و کمیته بین‌المللی صلیب سرخ درباره گسترش همکاری‌های بشردوستانه گفت‌وگو کردند

سه‌شنبه، ۲۰ صفر ۱۴۴۸

محترم شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، رئیس عمومی هلال احمر افغانی، و معاون ايشان، محترم حافظ عزیزالرحمن، با یوهانس بروور، رئیس کمیته بین‌المللی صلیب سرخ در افغانستان،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۳:۱۸
Background image

به مشکلات صحی هزاران بیمار در پنجشیر رسیدگی شده است

سه شنبه، ٢٠ صفر ۱۴۴۸

کارکنان صحی هلال‌احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت پنجشیر، به ۴۲۴۵ بیمار سراپای خدمات معاینه، توزیع ادویه های ضروری، پانسمان زخم‌ها،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۸:۷
Background image

پکتیا؛ پروژه کار در بدل پول نقد به ارزش سه میلیون افغانی آغاز شد

یکشنبه، ۱۸ صفر ۱۴۴۸

پروژه کار در بدل پول نقد به ارزش سه میلیون افغانی، از سوی هلال‌احمر افغانی در قریه گل‌غوندی ولسوالی جاجى آریوب ولایت پکتیا آغاز شد.

از طریق این پروژه، ۸۴ کارگر. . .

BACK TO NEWS