پنجشېر؛ ۵۰ رضاکارانو ته د خوندي لاسرسي او رضاکارانو د مدیریت ورکشاپ پای ته ورسېد

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۷:۱۹
Pn

چهارشنبه، ۲۹ المحرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د پنجشېر ولایتي نمایندګۍ کې ۵۰ تنو رضاکارانو ته د خوندي لاسرسي او رضاکارانو د مدیریت څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ د تصدیق‌ پاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېد.

دغه ورکشاپ، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ دایر شوی و، ګډونوالو ته پکې د خوندي لاسرسي د اصولو، په بشردوستانه فعالیتونو کې د دغو اصولو د عملي تطبیق او د رضاکارانو د اغېزمن مدیریت په اړه نظري او عملي روزنه ورکړل شوه.

همدارنګه ګډونوالو ته د ساحوي فعالیتونو پر مهال د خوندي تګلارو د رعایت، د خدمتونو د اغېزمنې رسونې او له اړمنو هېوادوالو سره د خوندي تعامل په اړه لازم معلومات او عملي لارښوونې وړاندې شوې.

د دغه ورکشاپ موخه د رضاکارانو د مسلکي ظرفیت لوړول، د خوندي لاسرسي په اړه د هغوی د پوهاوي پیاوړتیا او په بېړنیو حالاتو او بشردوستانه عملیاتو کې د خوندي، چټکو او اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د هغوی چمتووالی و.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۸:۲
Background image

هلمند؛ به یک خانواده آسیب‌دیده از آتش‌سوزی کمک‌ غیرغذایی خوراکی ارائه شد

شنبه، ۲۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

هلال احمر افغانی، به یک خانواده آسیب‌دیده از آتش‌سوزی در منطقه تورټانګ مربوط به شهر لشکرگاه مرکز ولایت هلمند، کمک‌های غیرغذایی ارائه نمود. 

در این کمک، به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۶:۲۱
Background image

کابل؛ ورکشاپ آموزشی کمک‌های اساسی برای حمایت از زندگی بیمار آغاز شد

شنبه، ۲۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

ورکشاپ آموزشی پنج‌روزه تحت عنوان "کمک‌های اساسی صحی برای حمایت از زندگی بیمار" در دفتر مرکزی هلال احمر افغانی آغاز شد.

این ورکشاپ که با حمایت مالی فدراسیون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۹:۴۱
Background image

بامیان؛ هزاران بیمار از خدمات صحی هلال احمر افغانی بهره‌مند شدند

شنبه، ۲۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ 

کارکنان صحی هلال احمر افغانی طی ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت بامیان، برای ۳۳۳۹ بیمار سراپا خدمات صحی از جمله معاینه، توزیع ادویه مورد. . .

BACK TO NEWS