کندز؛ ۳۶ تنه رغېدلي رواني ناروغان خپلو کورونو ته ستانه شول

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۲۰:۱۱
K

شنبه، ۶ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د شمال ختیځ زون په کچه د کندز ولایت د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۳۶ تنه نارینه او ښځینه رغېدلي رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول.

په یاد مرکز کې دا مهال شاوخوا ۴۰۰ رواني ناروغان بستر دي، چې د کندز، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو څخه ور لېږدول شوي او په منظم ډول تر دوامدارې درملنې او روغتیايي څارنې لاندې ساتل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې افغاني سره میاشت د هېواد په شپږو زونونو (کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، هرات او کندز) کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونه لري، چې پکې رواني ناروغانو ته روغتیايي او رواني خدمات وړاندې کېږي.

افغاني سره میاشت هڅه کوي د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکزونو له لارې هغوی ته د بېرته عادي ژوند د ورګرځېدو او ټولنې ته د ادغام زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۲۰:۱۸
Background image

کندز؛ ۳۶ تن از بیماران روانی پس از بهبودی به خانه‌های شان بازگشتند

شنبه، ۶ ذوالحجه ۱۴۴۷

 ۳۶ تن از بیماران روانی زن و مرد پس از تکمیل روند تداوی، از مرکز نگهداری و تداوی بیماران روانی زون شمال‌شرق هلال‌احمر افغانی در ولایت کندز، به خانه‌های شان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۱۶:۲۸
Background image

نورستان؛ به ۱۵۰ خانواده بیجاشده داخلی یک میلیون و ۵۷۵ هزار افغانی کمک نقدی توزیع شد

شنبه، ۶ ذی‌الحجه ۱۴۴۷

هلال احمر افغانی به ۱۵۰ خانواده بیجاشده داخلی در شهر پارون مرکز ولایت نورستان و ولسوالی کامدیش این ولایت، مبلغ یک میلیون و ۵۷۵ هزار افغانی کمک نقدی توزیع نمود.

 . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۵:۳۰
Background image

۱۹ طفل پس از تداوی در آلمان، به وطن بازگشتند

شنبه، ۶ ذوالحجه ۱۴۴۷

۱۹ تن از اطفالی که در اثر آتش‌سوزی شدید دچار سوختگی شده یا به بیماری عفونت میکروبی استخوان مبتلا بودند، از سوی هلال‌احمر افغانی به منظور تداوی به کشور آلمان اعزام. . .

BACK TO NEWS