کابل؛ د برېښنا تخنیکر د بست له نوماندانو څخه تحریري ازموینه واخیستل شوه
دوشنبه، ۱ ذو الحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د برېښنا تخنیکر د بست لپاره د وړ او مسلکي شخص د ګومارنې په موخه له نوماندانو څخه تحریري ازموینه واخیستل شوه.
دغه ازموینه، چې د کارکوونکو چارو ریاست له لوري تنظیم شوې وه، ۱۰ نوماندانو پکې ګډون کړی و.
ټاکل شوې ده، چې د بشپړ شفافیت او عدالت په پام کې نیولو سره به د تحریري ازموینې د پایلو تر ارزونې او تقريري ازموینې وروسته وړ نوماند وټاکل شي.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د شفافو او معیاري اداري پروسو له لارې وړ او مسلکي کادرونه جذب او د خدماتو کیفیت لا پیاوړی کړي.
