د اوبو څاه د ښویېدو پېښه؛ کاپیسا کې له زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه
جمعه، ۱۴ ذوالقعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز اړوند د محمد عمرخېلو کلي له یوې کورنۍ سره، چې د اوبو څاه د ښویېدو پېښې له امله زیانمنه شوې وه، یوه اندازه نغدي مرسته وشوه.
یاده مرسته د انساني همدردۍ او بېړني لاسنیوي په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د یوې بېطرفه او بشرپالې ټولنې په توګه هڅه کوي، څو د پېښو له امله زیانمنو هېوادوالو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي.
