نورستان کې د مرستو درېیمه ورځ؛ ۱،۸۰۰ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه
جمعه، ۷ ذو القعده ۱۴۴۷
د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د جګړو له امله اغېزمنو کورنیو ته د خوراکي مرستو د وېش لړۍ درېیمې ورځې ته ورسېده، چې نن هم د اور مړو او کمو سيمو کې ددې ولسوالۍ د بېلابېلو کلیو پر ۱،۸۰۰ کورنیو مرستې ووېشل شوې، چې په کې اوړه، غوړي، دال، مالګه او د لاسو مينځلو صابونونه شامل و.
دا مرستې د افغاني سرې میاشتې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې او د خوړو نړیوال پروګرام په ګډې همغږۍ ترسره کېږي.
ټاکل شوې ده چې په دې مرستو کې به د کامدېش او برګمټال ولسوالیو ۱۷ زره اغېزمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې ونيول شي.
