بغلان؛ د سختو ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه
چهارشنبه، ۵ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند د افسوتر په سیمه کې له هغې کورنۍ سره، چې د وروستیو سختو ورښتونو له امله یې یوه ۷ کلنه ماشومه له لاسه ورکړې وه، د انساني همدردۍ په موخه ۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
د یادې کورنۍ سرپرست سید اسدالله، چې د فزیکي معلولیت سربېره د خپلې کورنۍ د نفقې برابرولو مسؤولیت پر غاړه لري، د دې مرستې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: دا مرسته به د دوی د ورځنیو ستونزو په کمولو کې خورا ګټوره تمامه شي.
د سختو ورښتونو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت رسېدنه او له هغوی سره نغدي او بشري مرسته د افغاني سرې میاشتې له اساسي دندو څخه شمېرل کېږي.
