لوګر کې د دېوال نړېدو پېښه؛ زیانمنې کورنۍ ته نغدي مرسته ورکړل شوه
دوشنبه، ۳ ذو القعده ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند په عمر آباد کلي کې یوه کورنۍ، چې د دېوال د نړېدو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، یوه اندازه نغدي مرسته وشوه.
یاده مرسته د انساني همدردۍ او بېړني لاسنیوي په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت د یوې بې طرفه او بشرپالې ټولنې په توګه هڅه کوي؛ څو د پېښو له امله زیانمنو شویو هېوادوالو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي.
