د کارموندنې خبرتیا!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۲۰:۳۴
د کارموندنې خبرتیا!

Publish Date

Closing Date

Location

كابل

د دندې عنوان: د کاليو مينځلو کارکوونکې/ دوبي

اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه

د دندې ځای: کابل

د بست ډول: قراردادي

د بستونو شمېر: ٢

جنسیت: اناث

کاري وخت: پوره ورځ

د معاش کچه: د افغاني سرې مياشتې د معاشونو له تګلارې سره سم

د بست کوډ نمبر : hr@0241

د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:

١۴۴۷/۱۰/٢٨

۱۴۰۵/۱/٢٦

2026/15/Apr

 

د دندې موخه:

د روغتون د پاکوالي، د انتان د مخنیوي قواعدو او د ناروغانو له اړتیاوو سره سم، د روغتون اړوند ټول توکي په پاک ډول په وخت مینځل، وچول، اړول، پوښل او وېشل.

 

مهمې دندې:

۱. د روغتون له مقرراتو او د انتان د مخنیوي له اصولو سره سم، ککړ او پاک کالي سره جلا کول او ترتیبول.

۲. د روغتون ټول تکه یي وسایل، لکه روجايي، کمپلې، پردې او د کارکوونکو جامې په سمه توګه مینځل، وچول، اړول او پوښل.

۳. د ناولو کالیو د مینځلو پر مهال د روغتیا ساتنې وسایل (لکه دستکشې، ماسک) اغوستل او د پاکوالي ټول اصول مراعتول. ډاډ ترلاسه کول چې ککړ توکي د نورو څخه جلا ځای ته انتقال شوي او بل څه ته زیان نه رسوي.

۴. پاک او اړول شوي کالي په وخت او په منظم ډول روغتون کې اړوندو ځایونو ته رسول لکه د ناروغانو خونو، د Intensive Care څانګې، د عملیاتو تالار او نورې برخې.

۵. د کالو مینځلو ماشینونه، د کار ځای او د کالیو د ساتلو المارۍ تل پاکې ساتل. که کوم ماشین خراب شي یا کوم زیان ورته ورسېږي، سمدلاسه خپل مشر ته خبر ورکول.

۶. د صابون کارولو، د اوبو تودوخې، د داغونو لرې کولو او د ټوکر د ساتنې په برخه کې سمې لارې چارې مراعتول؛ څو کالي خراب نشي.

۷. د هغو کالیو ریکارډ ساتل چې راټول شوي، مینځل شوي او وېشل شوي دي. که د کوم ډول کالیو کمی وي یا زیانمن شوي وي یا له معمول څخه ډېر کارېږي، اړوند مسؤول په جریان کې اچول.

۸. د روغتون د انتان مخنیوي، د کثافاتو د اداره کولو، د شخصي پاکوالي او خوندیتوب ټولې قاعدې مراعت کول، لکه لاسونه مینځل او د اړتیا پر مهال د روغتیا ساتنې وسایل (PPE) اغوستل.

۹. د اړوندو مسؤولینو له لورې د کالو مینځلو په اړه د نورو دندو سپارلو پر مهال هغه په پوره اخلاص ترسره کول.

 

 

اړینې وړتیاوې او اسناد:

هغه څه چې حتماً باید ولرئ:

• لږ تر لږه له دولسم ټولګي څخه د فراغت سند درلودل.

• د کالو مینځلو په برخه کې مخکینۍ تجربه، په روغتون، هوټل یا ورته منظم ځای کې تجربه لرونکي ترجیح ورکول کېږي.

• د پاکوالي، جلا کولو او پاکولو په لارښوونو پوهېدل او په سمه توګه عملي کول.

 

ارجحیت:

• په روغتون کې د کالو مینځلو یا ککړ چاپېریال په پاکولو کې د کار کولو تجربه درلودل.

• د جامو مینځلو له ماشینونو سره بلدتیا.

• په دري او پښتو ژبه د خبرو کولو مهارت درلودل.

 

لږ تر لږه تجربه:

• لږ تر لږه ۱–۲ کاله د کالو مینځلو برخه کې تجربه درلودل.

• په روغتون یا روغتیايي مرکز کې د کار تجربه لرونکي ته ترجیح ورکول کېږي.

 

نورې وړتیاوې

باید په جسمي توګه جوړ اوسئ، او د اړتیا پر مهال بار پورته کولو او په شفټونو کې د کار کولو وړتیا په شمول د شپې، جمعې او اختر په ورځو کې په روغتون کې پاتې کېدو ته چمتووالی درلودل.

• د روغتون یونیفورم، د روغتیا ساتنې وسایلو (PPE) او د کار خوندیتوب اساسي اصولو ته پاپند اوسېدل.  

• له ټیم سره د کار کولو وړتیا درلودل.

 

 

ګرانو کاندیدانو!

د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

 

برېښنا لیک:

hr@arcs.af

 

د اړیکې شمېره: ‪‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬‬

0701436832

 

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.