ډاکتر بسم الله د افغاني سرې میاشتې د بشري دیپلوماسۍ او حقوقو سرپرست رییس وټاکل شو
نن دوشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۲۰مه د افغاني سرې میاشتې د سرپرست رییس مولوي مطیع الحق خالص د ۷۹۰ ګڼه حکم پر بنسټ ډاکتر بسم الله د افغاني سرې میاشتې د تفتیش د رییس مولوي محمد نسیم احمدي، د منابع بشري د رییس نورالحق یوسفي او د اطلاعاتو او نشراتو د رییس عرفان الله شرفزوی له لوري د افغاني سرې میاشتې د بشري دیپلوماسۍ او حقوقو ریاست ته د سرپرست رییس په توګه معرفي شو.


