هلمند کې د ورښتونو له امله زیانمنې کورنۍ سره د لنډمهالې سرپناه بېړنۍ مرسته وشوه
چهارشنبه، ۹ شعبان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ په حاجي عالم ګل کلي کې له یوې کورنۍ سره، چې د سختو بارانونو د ورښت او د خونې د چت پرېوتو له امله ورته مالي او ځاني زیانونه اوښتي وو؛ د لنډمهالې سرپناه د برابرولو په موخه ۴ قلمه بېړنۍ غیر خوراکي مرسته وکړه.
په مرسته کې ۱ خېمه، ۲ ترپالونه، ۶ شړۍ او ۵ د اوبو بوشکې شاملې وې.
افغاني سره میاشت د خپلو اووه ګونو اصولو په رڼا کې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شوو هېوادوالو لاسنیوی خپل اساسي او کاري مسؤولیت بولي.
