پروان کې د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره بېړنۍ مرسته وشوه
یکشنبه، ۶ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په مرکز چاریکارو کې د اور لګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ سره د بېړني لاسنیوي په موخه ۳ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې ۶ کمپلې، ۱ د پخلنځي د توکو سیټ او ۱ پلاستیکي ترپال شامل و.
افغاني سره میاشت تل د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله د زیانمنو شوو کورنیو لاسنیوي ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي، چې د هغوی ژوند ته آسانتیاوې برابرې کړي.
