افغاني سره میاشت د سېلاب ځپلو ترڅنګ؛ ارزګان کې ۲۰ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
یکشنبه، ۶ شعبان ۱۴۴۷
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراود ولسوالۍ کې د وروستیو ورښتونو له امله ۲۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري دوه سوه لس زره (۲۱۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ۱۰،۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
دغه مرسته به د یادو کورنیو ورځنۍ او بېړنۍ اړتیاوې تر یوې کچې پوره او اساسي ستونزې را کمې کړي.
افغاني سره میاشت د بشري اصولو پر بنسټ د خوراکي، غیر خوراکي توکو، روغتیایي خدمتونو او د ژوند ژغورنې نورو آسانتیاوو په برابرولو سره هڅه کوي، څو د سېلاب ځپلو ستونزې را کمې او د هغوی اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
