د راستنو شوو کډوالو دوامداره لاسنیوی؛ پروان کې پر ۱۰۰۰ کورنیو بېړنۍ بشري مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۶:۴۷
PR

چهارشنبه، ۱۷ رجب ۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس، ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په ځانګړې لارښوونه راستنو شوو کډوالو ته د روانو مرستو په دوام، نن د پروان ولایت د مرکز په ګډون کوه صافي، سید خېل، جبل السراج او سالنګ ولسوالیو  ته له ګاونډیو هېوادونو څخه پر راستنو شوو ۱۰۰۰ کډوالو کورنیو ۸۵.۵ ټنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لیټره غوړي، ۱۰ کیلو دال، ۵ کیلو نخود، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مکروني، ۱ قطی روب، ۱ پاکټ سرېلاک، ۱ کمپله، ۲ بوتله د لوښو مینځلو شامپو، ۳ پاکټه د کالیو مینځلو پوډر او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي ترلاسه کړل.
د مرستې د وېش پر مهال، ښاغلي دلاور له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شوو هېوادوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: خوښ یم، چې تاسې خپل هېواد ته راستانه شوئ، دا د شکر ځای دی، چې له دې وروسته پاتې ژوند خپل هېواد کې تر بشپړې خپلواکۍ او امن  تر سیوري لاندې تېروئ.
نوموړي وویل، افغانستان زموږ او ستاسو ګډ کور دی او د لوړې حوصلې په لرلو سره به ستاسې شته ستونزې حل او د ژوند چارې به مو بېرته عادي حالت ته را وګرځي.
ښاغلي دلاور وویل: افغاني سره میاشت تل د هېوادوالو په خدمت کې ده او د راستنو شوو هېوادوالو ستونزو ته به ځانګړې پاملرنه کېږي.
دا مرسته له یادو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو د لنډمهاله اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۱۴
Background image

هزاران بیمار در ولایت ارزگان از خدمات صحی هلال احمر افغانی بهره‌مند شدند

چهارشنبه، ۲۴ ذوالقعده ۱۴۴۷

کارکنان صحی هلال‌احمر افغانی در ۳۰ روز گذشته در ولسوالی‌ها و قریه‌های مختلف ولایت ارزگان، به ۱۶۴۵ بیمار خدمات معاینه و توزیع ادویه، پانسمان زخم‌ها، تطبیق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۲۰:۱۹
Background image

برای ۲۷۰ خانواده بی‌جاشده داخلی در ولایت خوست زمینه دسترسی به آب آشامیدنی صحی فراهم شد

سه‌شنبه، ۲۳ ذوالحجه ۱۴۴۷

هلال‌احمر افغانی با حمایت مالی فدراسیون بین‌المللی جمعیت‌های ملی، زمینه دسترسی ۲۷۰ خانواده بی‌جاشده داخلی به آب آشامیدنی صحی را در ولسوالی‌های علیشیر و گربز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۵۳
Background image

به ۱۰۰ خانواده بی‌جاشده داخلی در پکتیکا مواد غیرخوراکی توزیع شد

سه‌شنبه، ۲۳ ذوالحجه ۱۴۴۷

هلال‌احمر افغانی به ۱۰۰ خانواده بی‌جاشده داخلی در ولسوالی تروو ولایت پکتیکا، مواد غیرخوراکی توزیع کرد.

این کمک‌ که از سوی فدراسیون بین‌المللی جمعیت‌های ملی. . .

BACK TO NEWS