د افغاني سرې میاشتې له مشعل بیات ښوونځي څخه ۵۹ تنه زده کوونکي فارغ شول

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۵:۱۴
د افغاني سرې میاشتې له مشعل بیات ښوونځي څخه ۵۹ تنه زده کوونکي فارغ شول

سې شنبه، ۲۵ جمادى الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند د مشعل بیات ښوونځي له دولسم ټولګي څخه د ۵۹ تنو زده کوونکو فراغت غونډه د  کارکوونکو چارو ریاست د ګومارنې آمر ښاغلي احمد فیصل بریالي، د یاد ښوونځي د آمر ښآغلي ښایسته زمان حقیار، استاذانو، اداري کارکوونکو او فارغو زده کوونکو د والدینو په ګډون ترسره شوه.
غونډه کې د ښوونځي آمر ښاغلي ښایسته زمان حقیار د علم او پوهې په ارزښت خبرې وکړې او تعلیم یې د ټولنې د پرمختګ بنسټ وباله. هغه وويل: ځوانان د هېواد راتلونکی جوړوي او باید له شته فرصتونو څخه په ګټه اخيستنې، ځانونه په علم او نبوي اخلاقو سمبال کړي.
 نوموړي د مشعل بیات ښوونځي د استا‍ذانو هڅې وستایلې او د هغوی صادقانه زحمتونه یې د زده‌ کوونکو د بریا مهم لامل وباله. 
ښاغلي حقيار له فارغو زده‌ کوونکو وغوښتل، چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، لوړې زده کړې تر سره کړي او د دین او هېواد د خدمت لپاره ځانونه چمتو کړي.
ورپسې، د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو چارو ریاست د ګومارنې آمر په خپلو خبرو کې وویل: تعلیم یوازې سند تر لاسه کول نه دي، بلکې د مسؤولیت منلو او عملي ژمنتيا پیل هم دی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې نننی نسل باید د علم، مسلکي مهارتونو او سالمو انساني ارزښتونو پر بنسټ خپل راتلونکی جوړ کړي، د بشري خدمت، همکارۍ او رښتینولۍ روحیه پیاوړې کړي او د ټولنې د سوکالۍ لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
د ښاغلي بريالي په وينا، دوامداره پرمختګ هغه مهال شونی دی، چې ځوانان له زده‌کړې سره یوځای د خدمت احساس هم پیاوړی کړي او د انساني کرامت د ساتنې په لاره کې عملي ګامونه واخلي.
د فراغت دا غونډه فارغو زده‌ کوونکو ته د ستاینلیکونو او ډالیو په وېش سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۰:۳۹
Background image

به ۱۵۰۰ خانوادهٔ زلزله زده در کنر کمک نقدی توزیع شد

سه‌شنبه، ۲۵ جمادی‌الآخر ۱۴۴۷ 
هلال‌احمر افغانی به‌منظور همدردی بشری و تأمین نیازهای اولیه، مبلغ ۳۷٬۵۰۰٬۰۰۰ افغانی کمک نقدی را برای ۱۵۰۰ خانوادهٔ زلزله‌زده در منطقهٔ اناردره، ولسوالی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۷:۰
Background image

به ۳۰۰ خانوادهٔ نیازمند در بادغیس کمک‌های غذایی توزیع شد

سه‌شنبه، ۲۵ جمادی‌الآخر ۱۴۴۷ 
هلال‌احمر افغانی به ۳۰۰ خانوادهٔ نیازمند و بی‌بضاعت در ولسوالی دره‌ بوم ولایت بادغیس، ۱۹٫۵ تُن مواد خوراکی توزیع نمود.
در این کمک‌ها، به هر خانواده ۵۰. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۶:۱۷
Background image

۵۹ تن از دانش‌آموزان مکتب مشعل بیات هلال‌احمر افغانی فارغ‌ شدند

سه شنبه، ۲۵ جمادى الآخر ۱۴۴۷
مراسم فراغت ۵۹ تن از دانش‌آموزان صنف دوازدهم مکتب مشعل بیاتِ مربوط به هلال‌احمر افغانی، با حضور آقای احمد فیصل بریالی آمر استخدام ریاست امور کارکنان، آقای. . .

BACK TO NEWS