هرات کې د پاکو اوبو او روغتیایي خوندیتوب پنځه ورځني روزنيز ورکشاپونه پای ته ورسېدل
شنبه، ۱۵ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په ملا اسفند کلي کې ۳۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیایي مرستو، د ساري ناروغیو د خپرېدو کنټرول، د اوبو د پاکوالي پر لارو چارو او سالمې کارونې په اړه پنځه ورځني ۳ ښوونیز ورکشاپونه پای ته ورسېدل.
په ورکشاپ کې ګډونوالو ته د لومړنیو روغتیایي
مرستو د بنسټیزو مهارتونو، د بېړنیو حالاتو پر مهال د خوندي چلند طریقو، د ساري ناروغۍ پېژندنې، د مخنیوي پر تګلارو او د اوبو په سالم ډول کارولو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل شول، څو وکولی شي په خپلو سیمو کې له ناروغیو څخه د خلکو د ساتنې او د روغتیا په برخه کې اغېزمن نقش ادا کړي.
