لوګر؛ افغاني سرې میاشتې زرګونو هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي
دوشنبه، ١٠ جمادى الآخره ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د لوګر ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٠٧٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٣٥١٧ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.
