۷ قلمه نشراتي توکي چمتو کول داوطلبۍ ته وړاندې شول

پنجشنبه، ۱ جمادى الأولی ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې اړوند د اطلاعاتو او خپرونو ریاست لپاره د ۷ قلمه بېلا بېلو نشراتي توکو د چمتو کولو په پار د داوطلبۍ ناسته وشوه.
دغه ناسته چې د تهیې او تدارکاتو آمریت له لوري ترتیب شوې وه، په کې ۳ چاپي او لوژستیکي شرکتونو ګډون درلود، چې د اسنادو تر دقیقې ارزونې وروسته به د یادو توکو د چمتو کولو قرارداد د شرایطو له مخې ګټونکي شرکت ته ورکړل شي.