هلمند؛ زرګونو اړمنو هېوادوالو ته پراخ روغتيايي خدمتونه وړاندې شوي دي

يکشنبه، ١٩ ربيع الآخر ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د هلمند ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٨١٢٩ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ٢٦٣٧ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.