کندوز؛ څه باندې ١٧ زره اړمنو هېوادوالو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

پنجشنبه، ٩ ربيع الآخر ١۴۴٧
د افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د کندوز ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٧٣٣١ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم ترڅنګ ١٠١٩٤ ناروغانو ته د لازمو روغتیايي مشورو وړاندې کولو برخه کې خدمتونه ترسره کړي دي.