شيخ الحديث شهاب الدين دلاور: اسلام د بشري کرامت، عزت او همدردۍ برخه کې ځانګړي بنسټيز اصول لري

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۶:۶
شيخ الحديث شهاب الدين دلاور: اسلام د بشري کرامت، عزت او همدردۍ برخه کې ځانګړي بنسټيز اصول لري

پنجشنبه، ۲۵ ربیع‌ الأول ۱۴۴۷
مرکزي دفتر کې د یو شمېر امارتي ادارو کارکوونکو او د مساجدو امامانو ته د اسلام او نړیوالو بشرپالو قوانينو تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو. ياد ورکشاپ کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د آزموینو ملي ادارې  رئیس ښاغلي شیخ عبدالباقي حقاني هم ګډون کړى و.
 پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د اسلام له نظره د بشري حقونو، انساني کرامت، ټولنیز عدالت او حقونو د تأمین اړوند مفاهیم تشریح کړل او زیاته یې کړه چې د اسلام مبارک دین د بشري کرامت، عزت او همدردۍ برخه کې مهم بنسټیز اصول لري او دا اصول نه یوازې د مسلمانانو،  بلکې د ټول بشریت لپاره دي.
 دغه راز ښاغلي دلاور په خپلو خبرو کې یاده کړه، چې افغاني سره میاشت هم د همدې اسلامي ارزښتونو پر بنسټ په بېلابېلو برخو کې اړمنو، بې سرپرسته او پېښځپلو هېوادوالو ته د اړتیا وړ بشري خدمتونه وړاندې کوي او د زیانمنو لاسنیوی او خدمت خپل شرعي، اخلاقي او انساني مسؤلیت ګڼي.
له بل خوا د آزموینو ملي ادارې رئیس د دې علمي ورکشاپ ګډونوالو ته په تفصیلي توګه د اسلام او نړیوالو بشرپالو قوانینو ترمنځ د اړیکو، همغږۍ او ګډو ارزښتونو، د ځمکې پر مخ د انسانانو د پیدایښت، یو او بل ته د متقابل درناوي او اړتیاوو د پوره کولو برخه کې د اسلامي او نړیوالو بشرپالو قوانینو د اهمیت په اړه خبرې وکړې. نوموړي د الله تعالی د سپېڅلي کلام په رڼا کې د ټولنیز ژوند، اخلاقو، اړیکو، معاملاتو او بشري چلند په هکله هم الهي لارښوونې له ګډونوالو سره شریکې کړې.
د یادونې وړ ده، چې دغه یو ورځني علمي ورکشاپ کې ګډونوالو سره د افغاني سرې میاشتې او نړیوالو ملي ټولنو د پېژندنې، مسئولیتونو او خدمتونو سربېره د اسلام او نړیوال بشرپال قانون په اړه مهم معلومات شریک شول.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۷:۵۳
Background image

جلسه آنلاین هماهنگی جمعیت‌های ملی بین‌المللی در امور بشری برگزار شد

سه‌شنبه، ۱۱ جمادی‌الآخر ۱۴۴۷
شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، رئیس عمومی هلال‌احمر افغانی، به ابتکار دفتر مرکزی فدراسیون بین‌المللی جمعیت‌های ملی، با مسؤولان جمعیت‌های ملی ۸۲ کشور به‌منظور،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۵:۴۰
Background image

رئیس عمومی با نمایندگان بنیاد آقاخان دیدار کرد

سه‌شنبه، ۱۱ جمادی‌الآخر ۱۴۴۷
شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، رئیس عمومی هلال‌احمر افغانی و مولوی روح‌الله عبدالسلام، معاون عملیاتی سکرترجنرال، با رئیس اجرایی شبکه انکشافی بنیاد آقاخان و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۳۱
Background image

برای ۲۵۰ خانواده عودت‌کننده در پروان کمک عاجل بشری توزیع شد

سه‌شنبه، ۱۱ جمادی‌الاخر ۱۴۴۷
هلال‌احمر افغانی، به منظور تأمین نیازهای اولیه، ۱۲ تُن مواد غذایی را در ولسوالی بگرام ولایت پروان برای ۲۵۰ خانوادۀ عودت‌کننده از کشورهای همسایه توزیع کرد که. . .

BACK TO NEWS