له ايرانه راستنېدونکو کډوالو سره د افغاني سرې مياشتې د بشري مرستو دوام

یکشنبه، ۲ صفر المظفر ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو او رضاکارانو له لوري، د هرات ولایت په اسلام کلا او د نیمروز ولایت په ميلک بندرونو کې له ایرانه راستنو شوو کډوالو ته د پخو خوړو او څښاک اوبو ترڅنګ روغتیايي خدمتونه روان دي.
نن ورځ، په سيمه کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري سلګونه کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ترڅنګ هرات کې پر ۳ زرو او نيمروز کې پر ۳۰۰ تنو تازه راستنو شوو کډوالو پاخه خواړه او د څښاک پاکې اوبه ووېشل شوې.