هرات کې د پېښو د خطر کمونې پر کمېټو نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په څلورو (غوریان، کهسان، رباط سنګي او کشک کهنه) ولسوالیو کې د اقلیمي بدلون پروژې تر چتر لاندې د پېښو پرمهال د خطر کمونې پر ۲۰ کمېټو په ټوله کې درې سوه، شل زره (۳۲۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کمېټې ته ۱۶،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
يادې کمېټې به له دې نغدي مرستو د سېلابونو، زلزلو، اورلګېدنې او نورو بېړنيو حالاتو پرمهال د خطرونو د را کمولو په موخه استفاده کوي.