د افغاني سرې مياشتې يو پلاوي ترکيې ته سفر وکړ

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۲۱:۳۶
خبرونه

د افغاني سرې مياشتې يو پلاوي ترکيې ته سفر وکړ

د افغاني سرې مياشتې يو پلاوي په عملياتي چارو کې د سيکرتر جنرال مرستيال ښاغلي مولوي عبد اللطيف ثابت په مشرۍ د ترکيې استانبول ښار ته د SHAPE  (ټولنيزې روغتيا، عامه پوهاوي، بېړنيو بشري مرستو او اقتصادي پياوړتيا له لارې د زيانمنو او اړمنو وګړو ملاتړ) برنامې د ارزونې په موخه سفر وکړ.  
ياد سفر د FCDO (د برېتانيې د بهرنیو شریکو ګټو او پراختيايي چارو ادارې) په بلنه ترسره شوى؛ څو د يادې برنامې روان وضعيت، لاسته راوړنې او ننګونې و ارزوي، او د راتلونکو کلونو لپاره د يو اغېزمن پلان د طرحې پر جوړولو بحث ترسره او په تړاو يې لازمې پرېکړې وکړي.

افغاني سره مياشت د SHAPE  برنامې له لارې اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي، خېمې، کمپلې او روغتيايي تجهیزات رسوي، هغو کسانو ته چې مسلکي او تخنيکي مهارتونه لري، د عايداتي سرچينو د برابرولو په موخه نقدي مرستې وېشي، د ټولنيزې ښکېلتيا، عامه پوهاوي او په ځوانانو کې د رهبرۍ ظرفيتونو د پياوړتيا برخه کې هم مهم نقش لوبوي.

افغاني سره مياشت ژمنه ده؛ څو له دې او ورته نورو برنامو له لارې د هېوادوالو د ژوند د ښه والي لپاره ګټنه وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۷:۴۲
Background image

به ۶۳ خانواده بی‌بضاعت در کابل، کمک‌های بشری توزیع شد

پنج‌شنبه، ۲۰ جمادی‌الآخر ۱۴۴۷
هلال احمر افغانی، به ۶۳ خانواده نیازمند و بی‌بضاعت در ناحیه هفتم شهر کابل  ۱۰ قلم کمک‌های غذایی و غیرغذایی توزیع کرد.
این کمک‌ها که از سوی هلال احمر ترکیه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۷:۱
Background image

۳۰۰ خانواده نیازمند و عودت‌کننده در هلمند از کمک‌های غذایی بهره‌مند شدند

پنجشنبه ۲۰ جمادی‌الآخر ۱۴۴۷
هلال‌احمر افغانی، به‌منظور همدردی بشری، برای ۳۰۰ خانواده نیازمند و مهاجر عودت‌کننده در شهر لشکرگاه، مرکز ولایت هلمند، ۲۶.۳ تُن مواد غذایی توزیع کرد.
در این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۶:۴۸
Background image

به ۳۲ خانواده عودت‌کننده در تخار خیمه مساعدت شد

پنج‌شنبه، ۲۰ جمادی‌الآخر ۱۴۴۷
 هلال‌احمر افغانی به منظور فراهم نمودن سرپناه موقت برای ۳۲ خانواده عودت‌کننده، در قریه بای دینگک، ولسوالی دشت قلعه، ولایت تخار، ۳۲ باب خیمه مساعدت نمود، که. . .

BACK TO NEWS