د افغاني سرې میاشتې او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان تر منځ د شوي هوکړه لیک له مخې د سوري زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او عملیاتونو بهير پيل شو!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۵
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان تر منځ د شوي هوکړه لیک له مخې د سوري زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې او عملیاتونو بهير پيل شو!

نن چهارشنبه د ذوالقعدې میاشتې پر ۹ مه، د افغاني سرې میاشتې په تخنیکي او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان په مالي ملاتړ ۳۰ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان د درملنې او عملیاتونو په موخه؛ د دې خیریه ملي ټولنې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور، د نوموړي د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن، سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د استازي ښاغلي دکتور محمد سعید العیاش په شتون کې کورنيو روغتونونو ته ور وپېژندل شول. 

روغتونونو ته د یادو ماشومانو د معرفۍ پر مهال سرپرست عمومي رئیس وویل: " افغاني سره میاشت اړمنو، راستنو شویو کډوالو او پېښځپلو وګړو ته پر وخت او شفاف ډول د بشري مرستو د رسونې ترڅنګ د خپلو روغتیايي مرکزونو له لارې په ورځنۍ توګه لسګونه بې وزله او اړمنو ناروغانو ته وړیا درمل او روغتیایي خدمات وړاندې کوي. "

دا راز ښاغلي دلاور د اسلامي همکاریو د سازمان مننه وکړه، چې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ۳۰ تنو ناروغانو لګښت یې پرې کړ، نوموړي زیاته کړه، تر دا مهاله له افغاني سرې میاشتې سره شاوخوا ۱۵ زره د سوري زړه په رنځ اخته ماشومانو د عملیات او درملنې په موخه نوملیکینه کړې ده او خپل نوبت ته انتظار دي، ښاغلي دلارو په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ، چې افغاني سره میاشت هوډ لري، څو نږدې راتلونکي کې د سوري زړه ناروغانو د درملنې په پار د یوه مجهز روغتون پرانيسته هم وکړي.

ورپسې په افغانستان کې د اسلامي همکاریو د سازمان استازي په خپله وینا کې له افغاني سرې میاشتې سره د مرستو پر دوام او د بشري خدماتو برخه کې د نویو پروژو د پيلولو ژمنه وکړه او هم یې له نورو نړیوالو مرستندویه بنسټونو وغوښتل، چې له افغاني سرې میاشتې سره د بشري مرستو په برخه کې خپلې مرستې او ملاتړ لا پراخ کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۰:۲۸
Background image

به هزاران بیمار در کنر خدمات گستردهٔ صحی ارائه شده است

یک‌شنبه، ۲۶ ربیع‌الآخر ۱۴۴۷
کارمندان صحی هلال احمر افغانی در ۳۰ روز گذشته به  ۲۱۰۱ بیمار در ولسوالی‌ها و قریه های مختلف ولایت کنر خدماتی مانند؛ معاینه و توزیع ادویه، پانسمان زخم‌ها،. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۹:۰
Background image

ننگرهار؛ به ۳۵۰ خانواده‌ زلزله‌زده کمک مواد غیرخوراکی صورت گرفت

یکشنبه، ۲۶ ربیع‌الآخر ۱۴۴۷
هلال‌احمر افغانی به ۳۵۰ خانواده زلزله‌زده در ولسوالی دره‌نور ولایت ننگرهار کمک مواد غیرخوراکی توزیع شد.
این کمک‌ها که از سوی مرکز کمک‌های بشردوستانه ملک سلمان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۶:۱۵
Background image

جلسه داوطلبی بخاطر کرایه‌گیری موتر برای تیم صحی سیار نیمروز برگزار شد

شنبه، ۲۵ ربیع‌الآخر ۱۴۴۷
به‌منظور گسترش و مؤثریت هرچه بیشتر فعالیت‌های هلال‌احمر افغانی، جلسهٔ داوطلبی کرایه‌گیری یک عراده موتر نوع فلاینکوچ برای تیم سیار صحی نمایندگی ولایت نیمروز، در. . .

BACK TO NEWS