پنجشېر!
د پنجشېر ولايت شتل ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې فرعي روغتيايي کلينيک تېرو ۲ اونيو کې ټولټال ۱۱۰۲ هېوادوالو ته روغتيايي خدمات ترسره کړي. ترسره شويو روغتيايي خدماتو کې ۵۵۰ تنو ته تر کتنې وروسته وړيا درمل ورکړل شوي، ۲۸ تنه ماشومانو او ښځينه ناروغانو ته واکسين تطبيق شوي، ۵۰ تنه ټپيان پانسمان شوي او ۴۷۴ تنو ته د روغتيا ساتنې او د موسمي ناروغيو د مخنيوي په برخه کې پوهاوی ورکړل شوی.

