نن د چهارشنبې په ورځ پکتیا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص لخوا د ولایتي مجامع د اعضاو پرانیست غونډه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۴:۷
نن د چهارشنبې په ورځ پکتیا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص لخوا د ولایتي مجامع د اعضاو پرانیست غونډه!

نن د چهارشنبې په ورځ پکتیا ولایت کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص لخوا د ولایتي مجامع د اعضاو پرانیست غونډه د ټولنې، ولسي وګړو او د افغاني سرې میاشتې تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه. ناستې ته د وینا پر مهال ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ګډونوالو ته له ښه راغلاست وروسته وویل "د اړمنو او زیانمنو لاسنیوی زمونږ مسؤلیت دی؛ که مونږ د ولس لاسنیوی د خپلو کورنیو د غړو په څېر ونکړو، نو خپله ټولنه په پښو نشو درولی".نوموړي وویل "زمونږ ولس یو جسد دی؛ که په یوه سیمه کې یوه کونډه په لوږه ویده کېږي نو باید ټوله سیمه لکه یو جسد ناراحتي احساس کړي". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "مونږ ځکه په ټولنه کې د استازو ګام اخیستی ترڅو د اړمنو او زیانمنو غږ پر خپل وخت تر مونږ راورسېږي، مونږ چې له هر ځایه مرسته راجلبوو؛ هغه د ولسونو ده". نوموړي وویل "یوازې مرستې زمونږ هېوادوال په پښو نشي درولی؛ لازمه ده پر خپلو لاسونو هغه څوک له پریوتي حالته راپورته کړو، چې واقعاً اړمن او زیانمن وي؛ یو بل ته لاس ورکول له فقره د خلاصون لاره ده". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "مونږ هڅه پیل کړې، چې اړمنو کورنیو ته د کار زمینه برابره کړو؛ په دې ډول به مونږ خپله ټولنه پر ځان بسیا کړې وي؛ راځئ د خپل ملت په لاسنیوي کې په اتفاق کار وکړو". نوموړي د غونډې ګډونوالو ته وویل "مونږ او تاسې به په ګډه کار کوو؛ ترڅو ملت له ستونزو او کړاوونو وژغورو". غونډې کې د ولایتي مجامع یو تن غړي مولوي شیرین محمد د خپلو خبرو پر مهال وویل ."افغاني سرې میاشتې ته لاس ورکول زمونږ اخروي ګټه ده او دا یوه ستره کړنه ده، چې د اړمنو غږ د افغاني سرې میاشتې تر رهبرۍ ورسوو". نوموړي وویل "زمونږ هڅه به وي چې په پوره اخلاص خدمت وکړو". غونډې ته د ولایتي مجامع بل غړي حاجي حضرت ګل وویل "پر مونږ لازمه ده د افغاني سرې میاشتې ملاتړ وکړو او هیلې یې تر منزله ورسوو". یو تن بل غړي حاجي محمد شفیق توتاخېل په خپلو خبرو کې وویل "مونږ به کامله هڅه کوو، چې اړمن تشخیص کړو، د افغاني سرې میاشتې اړوندو ادارو ته یې پر وخت ور وپېژنو او ژمنه کوو، چې حق به حقدار ته رسوو".

تازه ترین اخبار

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۴:۴۶
Background image

کنر؛ پروژه دیوار استنادی به ارزش ۴ میلیون افغانی آغاز شد

جمعه، ۱۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی پروژه پول نقد در مقابل کار را به ارزش ۴ میلیون افغانی در قریه بیداد ولسوالی دانگام ولایت کنر آغاز نمود.

از طریق این پروژه، دیوار استنادی به. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۱۰ - ۱۳:۵۶
Background image

فراه؛ تیم فوتسال هلال‌احمر افغانی قهرمانی جام ولایتی دلارام را بدست آورد

جمعه، ۱۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

تیم فوتسال نمایندگی هلال‌احمر افغانی در ولایت فراه، در مسابقه نهایی رقابت‌های جام ولایتی دلارام با انجام بازی جذاب، قهرمانی این جام را بدست آورد.

در آخرین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۷
Background image

کابل؛ بر تداوم همکاری‌های بشردوستانه میان هلال‌احمر افغانی و صلیب سرخ جاپان تأکید شد

پنجشنبه، ۱۸ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

محترم شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، رئیس عمومی هلال‌احمر افغانی، در نشست آنلاین با یاسو تاناکا، نماینده ویژه رئیس صلیب سرخ جاپان در امور بین‌الملل، درباره. . .

BACK TO NEWS