کندز؛ د ۳ روغتیايي بستونو لپاره له ۴۸ تنو نوماندانو ازموینه واخیستل شوه
چهارشنبه، ۷ جمادی الآخره ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري په کندز ولایت کې د شمال ختیځ زون د رواني ناروغانو د درملنې او ساتنې مرکز او مرستون آمریت لپاره د ٣ روغتیايي بستونو لپاره د وړ او مسلکي اشخاصو د ګمارلو په موخه تحریري ازموینه واخیستل شوه.
دې ازموينه کې د رواني ناروغیو معالج ډاکتر، داخله ډاکټر، د ښځینه وو څانګې لپاره د رواني داخله ناروغیو ډاکتر بستونه شامل وو.
یاده ازموینه چې د آزادې سیالۍ په ترڅ کې ترسره شوه، ۴۸ تنو نارینه او ښځینه نوماندانو پکې ګډون کړی و.
ټاکل شوې ده، چې د تحریري ازموینې د پوښتن پاڼو تر ارزونې وروسته به د بشپړ عدالت او روڼتیا له مخې مخکښ نوماندان په ګوته او پر یادو بستونو وګمارل شي.
افغاني سره میاشت دا ډول ازموینې د شفافیت د تأمین لپاره ترسره کوي؛ څو وړ او مسلکي اشخاص جذب او د روغتیايي خدمتونو کچه پیاوړې شي.
