کابل؛ د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس د FCDO له نوې مشرې سره آنلاین ناسته وکړه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۳:۱
K

سې‌ شنبه، ۲۹ جمادی‌ الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون د مشر حسام فیصل په شتون کې د افغانستان لپاره د بریتانیا د بهرنیو چارو، مشترک‌ المنافع او پراختیا ادارې (FCDO) د بشري مرستو د برخې له نوې ټاکل شوې مشرې باربارا لېک سره آنلاین تعارفي ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د افغاني سرې میاشتې د بشري فعالیتونو، لاسته‌ راوړنو او لومړیتوبونو په اړه معلومات شریک شول. همداراز د ژمي موسم په رارسېدو سره د اړمنو، راستنېدونکو او بې‌ سرپرسته کورنیو د اړتیاوو او ستونزو په اړه هم خبرې وشوې.

شیخ‌الحدیث دلاور د FCDO له لوري د ترسره شویو بشري مرستو او همکاریو مننه وکړه او د بشري فعالیتونو د دوام او پراختیا لپاره یې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

نوموړي د افغاني سرې میاشتې د مرستونونو د فعالیتونو په اړه وویل، چې په دغو مرکزونو کې بې‌ سرپرسته مېرمنو او ماشومانو ته د ساتنې، پالنې، روزنې او زده کړو زمینه برابره شوې او د هغوی د مهارتونو لوړولو لپاره بېلابېل حرفوي او روزنیز پروګرامونه پلي کېږي.

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس همداراز د مرکزي روغتون، قلبي روغتون او په ټول هېواد کې د ثابتو او ګرځنده روغتیايي مرکزونو د فعالیتونو په اړه هم معلومات شریک کړل. نوموړي وویل چې د قلبي روغتون له لارې په ورځني ډول د زړه سوري لرونکو ماشومانو درملنه ترسره کېږي.

ښاغلي دلاور زیاته کړه چې افغاني سره میاشت له بې‌ سرپرسته کورنیو سره میاشتني نغدي مرستې کوي او د مرستو په وېش کې بشپړ شفافيت په پام کې نيول کېږي.

نوموړي د وچکالۍ له امله د ګڼو کورنیو د اقتصادي وضعیت د خرابېدو په اړه هم خبرې وکړې او د ژمي موسم په درشل کې یې د اړمنو او راستنېدونکو کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د لا زیاتو همکاریو او مرستو غوښتنه وکړه.

د افغانستان لپاره د FCDO د بشري مرستو برخې نوې مشرې د افغاني سرې میاشتې بشري فعالیتونه او خدمتونه وستایل او د راتلونکو کلونو لپاره یې د بشري همکاریو د دوام ژمنه وکړه.

په ناسته کې د افغاني سرې میاشتې او FCDO ترمنځ د بشري همکاریو د دوام، د اړمنو کورنیو د ملاتړ او د راتلونکو همکاریو د پراختیا په اړه هم ګټور بحثونه وشول.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۲:۵۴
Background image

پنجشیر؛ به دو خانواده آسیب‌دیده بر اثر لغزش کوه کمک نقدی صورت گرفت

شنبه، ۳ جمادی‌الآخره ۱۴۴۸

هلال‌احمر افغانی به دو خانواده آسیب‌دیده بر اثر لغزش کوه در قریه تاواخ ولسوالی عنابه ولایت پنجشیر، مبلغ ۳۲ هزار افغانی کمک نقدی نمود.

بر اساس این کمک، به. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۱۰
Background image

۷۵ تن در بادغیس به‌عنوان اعضای جدید مجامع ولایتی انتخاب شدند

شنبه، ۳ جمادی‌الآخره ۱۴۴۸

روند ۱۸ روزه انتخاب اعضای جدید مجامع ولایتی از سوی هلال‌احمر افغانی در ولایت بادغیس به پایان رسید.

در جریان این روند، نشست‌های انتخاب اعضا در ۹ ولسوالی و ۶. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۰:۴۸
Background image

کابل؛ ورکشاپ آموزشی ۱۵ روزه مدیران مالی و عواید به پایان رسید

شنبه، ۳ جمادی‌الآخره ۱۴۴۸

ورکشاپ آموزشی ۱۵ روزه در مورد محاسبه مالی و رهنمود مالی، که از سوی ریاست مالی هلال‌احمر افغانی و با حمایت مالی صلیب سرخ ناروی، برای ۳۰ تن از مدیران مالی و. . .

BACK TO NEWS