بدخشان؛ ۵۰۰ زیانمنو بزګرانو ته ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
پنجشنبه، ۱۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد ښار په بېلابېلو ناحیو او کلیو کې ۵۰۰ هغو بزګرانو ته، چې د وچکالۍ له امله زیانمن شوي وو، ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
دا مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ملاتړ چمتو شوې وه، چې له مخې یې هر زيانمن بزګر ۲۳ زره افغانۍ ترلاسه کړې.
د دې مرستې موخه د زیانمنو بزګرانو اقتصادي ملاتړ او د هغوی د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابرول دي.
دغه مرسته د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او د هغوی د معیشت د دوام په برخه کې اغېزمنه تمامېدلى شي.
