د دندې اعلان

Publish Date
Closing Date
Location
کابل
د دندې عنوان: د سراپا (OPD) څانګې د مراجعینو د تصنیف نرس (OPD and Triage Nurse)
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کابل، نهمه ناحیه، د پل پادشاه سیمه، د سوري زړه پر ناروغۍ داخته زېږېدلیو ماشومانو د درملنې روغتون
اړونده څانګه: د روغتیايي خدمتونو ریاست، د ماشومانو د زړه روغتون
بست:
د بستونو شمېر: ۴
راپور: د ماشومانو د زړه روغتون رئیس ته
راپور اخیستل له:
د بست کوډ نمبر : hr@0043
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۶/۱۱/۲۴
۱۴۰۴/۳/۱
2025/May/22
د دندې موخه:
مراجعینو ته په روغتون کې د نرسنګ برخه کې د سراپا (OPD) خدمتونو ترلاسه کولو او یا هغو ماشومانو او لویانو ته، چې د زړه پر ناروغۍ اخته وي د لومړنۍ ارزونې، لومړیتوبونو او معیاري پروتوکولو د اجرا له لارې د کیفیت د ښه والي، بې نظمۍ راکمولو او بېړنیو پېښو ته د لومړیتوب ورکولو او تصنیف (Triage) برخه کې په اغېزمنه توګه د خدماتو له وړاندې کولو څخه ډاډ ترلاسه کول.
وظیفوي مسئولیتونه:
۱. د تصنیف یا triage څانګې ته د ننوتلو پر مهال د ناروغانو او مراجعینو لومړنۍ ارزونه ترسره کول او د نښو شدت ته په کتو لومړیتوب ورکول.
۲. د سراپا OPD برخه کې د ترسره کېدونکو خدماتو، چې په هغو کې منل، ثبت او ناروغانو ته لارښوونې کول شامل دي، مدیریت کول.
۳. مهمې نښې ( د بدن تودوخه، نبض، نظم، ساه اخیستل او د وینې فشار) څارل او طبي ټيم ته بدلونونو مستند کول.
۴. د MoPH له معیاري پروتوکولونو او د ډاکټر له لارښوونو سره سم درمل او سیرومونه تجویزول.
۵. ناروغانو ته د نرسنګ لوړ کیفیت لرونکي خدماتو وړاندې کول لکه د پانسمان تطبیق او د رګ ( IV ) له لارې د درملو ورکړه.
۶. په HMIS/EHR سیستم کې د ناروغانو د تشخیص او درملنې معلومات ثبتول او د دوسیو له بشپړتیا څخه ډاډ ترلاسه کول.
۷. د پېچلیو مواردو د بیا کتنې په پار د روغتيايي ټيم د ویزيټونو او سهارنیو لیدنو په راپورونو کې ګډون کول.
۸. د کیفیت د ښه والي د کمیټو په غونډو کې ګډون کول او د نرسنګ د خدماتو د لوړتیا برخه کې شوې پرېکړې عملي کول.
۹. د OPD او تصنیف triage د پروتوکولو په لیکلو او بیا کتلو کې مرسته کول.
۱۰. د ناروغ کورنۍ ته له ویزيټ وروسته د روغتیايي څارنې، اختلالاتو او انتاناتو څخه د مخنيوي په اړه زده کړې ورکول.
۱۱. په کره توګه د کنټرول پروتوکولونه اجرا کول، له انتاناتو مخنیوی او د طبي اشغال دانیو د تفکیک مدیریت ترسره کول.
۱۲. د شپې شیفټونه ترسره کول او د شیفټ بندۍ له جدول سره سم بېړنیو اړیکو ته ځواب ویل، نظم ساتل او په کاري چاپېریال کې اسلامي حجاب رعایتول.
۱۳. ټاکل شویو موخو ته د رسېدو په پار د سراپا OPD او تصنیف triage د څانګو میاشتنی او ربعوار کاري پلان جوړول.
۱۴. د نرسنګ د مدیریت ریاست ته د نرسنګ برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو میاشتني، ربعوار او کلني راپورونه او طبي اسناد وړاندې کول.
۱۵. د افغاني سرې میاشتې ټولنې له بنسټیزو اصولو سره سم د عامې روغتیا وزارت قوانینو او مقرراتو ته په کتو د روغتون د ریاست له لوري سپارل شوې دندې ترسره کول.
وړتیاوې:
۱. د هېواد له دولتي یا شخصي پوهنتون څخه د نرسنګ (BSc Nursing) برخه کې د لیسانس ديپلوم درلودل ، چې د عامې روغتیا وزارت MoPH) یا د افغانستان د نرسنګ له شوار سره ثبت وي.
۲. په روغتون یا د سراپا خدماتو په کلینیک یا د برېښنايي ګراف اخیستلو او ناروغانو د تصنیف څانګو کې د کار کولو کم تر کمه ۲ کاله تجربه درلودل.
۳. د تصنیف او نرسنګ برخه کې د بېړنیو مراقبتونو وړاندې کولو سرټيفیکیټ BLS/ACLS درلودل.
۴. د HMIS/EHR له کمپيوټري مهارتونو او سیستمونو سره بلدتیا درلودل.
۵. د فشار پر مهال د کار کولو او په بېړنیو شرايطو کې د پرېکړو وړتیا درلودل.
۶. وخت ته ارزښت ورکول او لوړ مسلکي اخلاق درلودل.
۷. په ملي (پښتو او دري) ژبو تسلط درلودل او د ناروغانو دوسیو د ترتیب او کاري راپور جوړولو په موخه په انګلیسي ژبه پوهېدل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
+93-706-750-299
یادونه: نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.