کندز؛ د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې پیل شوې

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۵:۱۰
K

پنجشنبه، ۲۹ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې د کار په بدل کې د نغدو پیسو دوه پروژې د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ پیل شوې.

د دغو پروژو له لارې به ۲۱۳ مسلکي او غیر مسلکي سیمه‌ ییز کاریګر د یوې میاشتې لپاره په کار وګومارل شي، چې هر مسلکي کاریګر ته به د ورځې ۱۰۰۰ افغانۍ او هر غیر مسلکي کاریګر ته ۵۰۰ افغانۍ مزد ورکړل شي.

د پروژو په ترڅ کې به یو شمېر عام المنفعه چارې ترسره شي، چې د کانالونو کیندل، د اوبو بندونو او پلچکونو جوړول او د نهرونو د غاړو د ساتنې لپاره د سيمي جالونو لرونکي د ډبرو دېوالونه جوړول پکې شامل دي.

دغه پروژې د اړمنو کورنیو لپاره د لنډمهالې کارموندنې او عاید زمینه برابروي او په ورته وخت کې به د عامه زیربناوو په جوړولو او بیارغولو سره د سیمې د اوسېدونکو یو شمېر اړتیاوې هم پوره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۴۲
Background image

پنجشېر؛ ۲۵۰ راستنو شویو کورنیو ته ۱۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۲۵ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پنجشېر ولایت د مرکز او د شتل، رخه، عنابه او حصه اول ولسوالیو ۲۵۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو ته ۱۹ ټنه د خوراکي توکو مرسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۰
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو د مسلکي روزنې لپاره د نړیوال فدراسیون د همکاریو پر دوام ټینګار وشو

پنجشنبه، ۲۵ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ‌ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له مشر ښاغلي حسام فیصل سره د سرې مياشتې د ظرفیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۲:۴۸
Background image

غزني؛ د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

چهارشنبه، ۲۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د غزني ولایت په نماینده ګۍ کې د ۵۰ رضاکارانو لپاره د خوندي لاسرسي او رضاکارانو مدیریت تر عنوان لاندې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS