افغاني سرې میاشتې هرات کې پر سېلاب ځپلو کورنیو نغدي مرسته ووېشله

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۷:۱۷
Hr

شنبه، ۱۷ شوال ۱۴۴۷

افغاني سرې میاشتې د هرات ولایت د فارسي ولسوالۍ د اِرخ په کلي کې پر ۲ سېلاب ځپلو کورنیو نغدي مرسته ووېشله.

په مرسته کې یوه کورنۍ، چې ځاني او مالي زیانونه ورته اوښتي وو، ۳۰ زره افغانۍ او بلې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.

دغه مرسته د بېړني لاسنیوي او انساني همدردۍ په موخه یادو کورنیو ته ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم د همدې ولایت په انجیل ولسوالۍ کې پر ۲ سېلاب ځپلو کورنیو ورته مرسته وېشل شوې وه.

د طبیعي پېښو له امله زیانمنو هېوادوالو ته پر وخت رسېدګي او د هغوی لومړنۍ اړتیاوې پوره کول، د افغاني سرې میاشتې کاري وجیبه ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

تخار کې ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۳۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د بنګي او اشکمش ولسوالیو ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

سې شنبه، ٣٠ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو د ۱۳م پړاو اتلولي خپله کړه. یادې سیالۍ، چې د بدني روزنې او ورزش ادارې له لوري په ملي جمنازیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

BACK TO NEWS