بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه
دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.
یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ ترلاسه کړې.
دغه نغدي مرسته د سېلاب ځپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه.
افغاني سره میاشت هڅه کوي د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته پر وخت نغدي مرستې ورسوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
