کابل؛ د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه
سې شنبه، ٣٠ ذوالحجه ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو د ۱۳م پړاو اتلولي خپله کړه. یادې سیالۍ، چې د بدني روزنې او ورزش ادارې له لوري په ملي جمنازیم کې د نهو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د افغاني سرې میاشتې د لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
د سیالیو په پایلوبه کې د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د طلوع کمپلکس لوبډلې ته ۳ د ۲ پر وړاندې ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.
د دې بریا په مناسبت د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهابالدین دلاور د لوبډلې لوبغاړي، روزونکي او اداري پلاوی وستایه او د هغوی هڅې، زحمتونه او ورزشي وړتیاوې یې د ستاینې وړ وبللې.
نوموړي د ورزش او سالمو سیالیو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د ځوانانو روزنه، د هغوی د وړتیاوو وده او د ورزشي استعدادونو ملاتړ د ټولنې د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره مهم ارزښت لري.
افغاني سره میاشت د خپلو کارکوونکو او ځوانانو د ورزشي وړتیاوو د ودې او د سالمو سیالیو د دودولو په موخه د ورزشي فعالیتونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
