لوګر؛ افغاني سرې میاشتې پر ۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي او غیرخوراکي مرسته ووېشله

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۵:۲۷
لوګر؛ افغاني سرې میاشتې پر ۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي او غیرخوراکي مرسته ووېشله

سې شنبه، ۷ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې لوګر ولایت کې پر ۵۰ اړمنو او بې سرپرسته کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشله.
یاده مرسته چې د سېلاب خیریه بنسټ له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته د اووه زره افغانيو په ارزښت ۲۸ قلمه بېلابېل خوراکي او غیر خوراکي توکي ورکړل شول.
مرسته کې اوړه، غوړي، بوره، شین چای، صابون، د ماشومانو، ښځینه او نارینه وو څادرونه، جمپرونه، بوټونه، جورابې او یو شمېر نور د اړتیا وړ توکي شامل وو.
دغه مرسته د روژې مبارکې میاشتې په جریان کې د یادو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د ژمي له سړې هوا څخه د هغوی د خوندي ساتنې په موخه ترسره شوه.
د افغاني سرې میاشتې مرستې د شفافيت او ټاکلو معیارونو له مخې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان؛ ۱۱۷ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره افغانۍ ووېشل شوې

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د انارخېلو سیمې ۱۱۷ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۱ میلیون او ۸۴۵ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۰
Background image

کابل، بادغیس؛ ۲۵۸ زده‌ کوونکي له ښوونیزو مرکزونو فارغ شول

پنجشنبه، ۱۱ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت د حصه‌ اول خیرخانې د ځوانانو او رضاکارانو له ښوونیز مرکز څخه ۱۳۸ تنه او د بادغیس ولایت له ښوونیز مرکز څخه ۱۲۰ تنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۷:۹
Background image

هرات کې څه باندې ١٨ زره ناروغان له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۵۸۶ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

BACK TO NEWS