اسلام کلا؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د راستنېدونکو کډوالو د بشري مرستو بهير وارزوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۳:۷
اسلام کلا؛ د افغاني سرې میاشتې مرستیال د راستنېدونکو کډوالو د بشري  مرستو بهير وارزوه

سې شنبه، ۱ ربیع الثاني ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیزالرحمن، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې اسلام‌کلا بندر کې له ایرانه راستنېدونکو کډوالو ته د بشري مرستو له بهیر څخه له نږدې لیدنه وکړه.
 ښاغلي مرستيال د پخو خوړو د وېش، د څښاک پاکو اوبو رسولو، روغتیایي او نورو بشري خدمتونو د اروزنې ترڅنګ مسٸولينو، کارکوونکو او رضاکارانو ته د کډوالو لپاره د مرستو د کیفیت، چټکتیا او اغېزمنتیا په اړه لازمې سپارښتنې هم وکړې.
ښاغلي عزیزالرحمن وویل: افغاني سره میاشت ژمنه ده، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو کډوالو ته بېړنۍ، اغېزمنې او بشردوستانه مرستې برابرې کړي او هڅه کوي چې له دوی سره نه یوازې د خوراک، څښاک او درملنې برخه کې مرسته وکړي، بلکې د سرپناه او نورو اساسي اړتیاوو لپاره هم هر اړخیز امکانات چمتو کړي.
نوموړي همدا راز، کډوالو سره په نېک او ښه چلند ټينګار وکړ او د دوى خدمت يې د کارکوونکو او رضاکارانو ديني او ملي وجيبه ياده کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳
Background image

کابل؛ د خوست او میدان وردګ ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوو موټرو د کرایې په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست د مشخصاتو له مخې، د خوست او میدان وردګ ولایتونو د ولایتي څانګو اړوند ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوه عراده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۷:۶
Background image

فراه؛ ۴۰ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د فراه ولایت په پشت‌ کوه ولسوالۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې، چې هر رضاکار ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۶:۴۷
Background image

کندز؛ ۲۱۳ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې ۲۱۳ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې. . .

BACK TO NEWS