آی سي آر سي: له افغاني سرې میاشتې سره بشري همکارۍ ته دوام ورکوو

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۹:۲۲
آی سي آر سي: له افغاني سرې میاشتې سره بشري همکارۍ ته دوام ورکوو

پنجشنبه، ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور او د نوموړي مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د آی سي آر سي نړیوالې کمېټې له مشرې آغلې کترینا ریټز او مل پلاوي سره وکتل.

کتنه کې د بشري مرستو د پراختیا، په ګډو فعالیتونو کې د لا ښې همغږۍ او د اړمنو کورنیو د لاسنیوي پر موضوعاتو بحث او خبرې وشوې.

ښاغلي دلاور د آی سي آر سي نړیوالې کمېټې د بشري مرستو  او هڅو مننه وکړه او د هغوی مرستې یې د بې وزلو او بې‌ سرپرسته کورنیو لپاره مهمې وبللې. دغه راز نوموړي د لازمو همکاریو غوښتنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو مرستې په بشپړ شفافیت تر اړمنو رسول کېږي.

د آی سي آر سي نړیوالې کمېټې مشرې آغلې ریټز هم له افغاني سرې میاشتې سره د ګډ کار پر دوام ټينګار وکړ او د دې ملي ټولنې د فعالیتونو ستاینه یې وکړه.

نوموړې ژمنه وکړه چې د اړمنو او بې وزلو اړتیاوو ته په کتو به بشري مرستې دوام ولري.

په پای کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې له بنسټیزو اصولو سره سم به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او د بې سرپرسته او اړمنو کورنیو د بشري اړتیاوو د پوره کولو په موخه به اغېزمن پلانونه هم جوړ کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۱:۳
Background image

کابل؛ د خوست او میدان وردګ ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوو موټرو د کرایې په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست د مشخصاتو له مخې، د خوست او میدان وردګ ولایتونو د ولایتي څانګو اړوند ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د دوه عراده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۷:۶
Background image

فراه؛ ۴۰ رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د فراه ولایت په پشت‌ کوه ولسوالۍ کې ۴۰ تنو نارینه او ښځینه رضاکارانو ته د لومړنیو روغتیايي مرستو بستې ووېشل شوې، چې هر رضاکار ته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۶:۴۷
Background image

کندز؛ ۲۱۳ کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې

شنبه، ۱۳ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندز ښار اړوند په کله‌ ګاو او بوز قندهاري کلیو کې ۲۱۳ مسلکي او غیر مسلکي کاریګرو ته د کار په بدل کې ۳.۴ میلیونه افغانۍ ورکړل شوې. . .

BACK TO NEWS