د سېلاب خیریه بنسټ له لوري پر ۲۰۰ بې سرپرسته کورنیو د خوراکي توکو مرسته وېشل کېږي

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۴:۴۳
د سېلاب خیریه بنسټ له لوري پر ۲۰۰ بې سرپرسته کورنیو د خوراکي توکو مرسته وېشل کېږي

کابل - یکشنبه، ۲۵ ذوالحجه ۱۴۴۶ ه ق
د ‎افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام په مرکزي دفتر کې د سېلاب خیریه بنسټ له مشر ښاغلي سید احمد سېلاب سره د بې سرپرسته کورنیو د لاسنیوي او هغوی ته د مرستو برابرولو په موخه وکتل. 

کتنه کې سرپرست عمومي رئیس د اړمنو او بې وزله کورنیو د ملاتړ برخه کې د سېلاب خیریه بنسټ د فعالیتونو ستاینه وکړه او د افغاني سرې میاشتې له لارې یې اړمنو کورنیو ته د مرستو رسولو غوښتنه وکړه، نوموړي د سېلاب خیریه بنسټ مشر ته ډاډ ورکړ چې مرستې به یې په بشپړ شفافیت تر بې وزله کورنیو ورسول شي.

له بل لوري د سېلاب خیریه بنسټ مشر ژمنه وکړه چې نږدې ورځو کې به د افغاني سرې میاشتې له لارې مرکزي مرستون کې پر ۲۰۰ بې سرپرسته کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشي او هم به راتلونکي کې د نورو بشري مرستو برابرولو هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۳:۳۹
Background image

فارياب ولايت کې نږدې پنځه زره هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

پنجشنبه، ٢٧ صَفَر ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د فارياب ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٢٦٧ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

خوست؛ له ۸۰ اړمنو کورنیو سره میاشتنۍ نغدي مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۷ صَفَر ۱۴۴۷
 د افغاني سرې میاشتې له لوري په خوست ولایت کې له ۸۰ بېرونيو مشمولینو (اړمنو او سوالګرو) کورنیو سره د اقتصادي لاسنیوي او له سوال څخه د راګرځېدو په پار درې سوه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۱۸:۵۸
Background image

د ۳۰ قلمه اعاشې چمتو کولو په موخه د داوطلبۍ ناسته وشوه

چهارشنبه، ۲۶ صَفَر ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې، روغتیا ریاست اړوند کابل کې د رواني ناروغانو د درملنې او پالنې مرکز لپاره د ۳۰ قلمه اعاشې چمتو کولو په موخه د دواطلبۍ ناسته وشوه.
ناسته کې. . .

BACK TO NEWS