د افغاني سرې مياشتې اداري جلسه ترسره شوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۹:۱۱
د افغاني سرې مياشتې اداري جلسه ترسره شوه

کابل، پنجشنبه، ۲۲ ذوالحجه ۱۴۴۶ هـ.ق

د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن تر مشرۍ لاندې  د سرپرست سکرتر جنرال ښاغلي مولوي روح الله عبدالسلام، د پلان او پالیسي مرستیال او د مرکزي دفتر د يو شمېر رٸيسانو او مسؤلینو په شتون کې د ستونزو د حل په موخه اداري جلسه ترسره شوه.

په غونډه کې د افغاني سرې مياشتې د ښارګوټي اړوند ستونزو، د تېرې ناستې د پرېکړو د تعقیب، او یو شمېر نورو اداري مسایلو په تړاو هر اړخيز بحث ترسره  او ګډونوالو ته د ستونزو د هوارۍ اړوند لازمې سپارښتنې وشوې.

ښاغلي حافظ عزیز الرحمن د اداري چارو د لا ښه والي، خپلمنځۍ همغږۍ او د مسٸولیتونو پر وخت ترسره کولو  ټینګار وکړ او له ټولو  یې وغوښتل څو د غفلت څخه ځان وساتي او خپلې دندې په کامل اخلاص او بشپړه ژمنتيا ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

پکتیکا کې له ۵۰۰ بې وزله کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه

سې شنبه، ۲٧ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت په وازه خوا ولسوالۍ کې له ۵۰۰ بې وزله کورنیو سره د ٢٢ ټنه  خوراکي توکو او غير خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۹
Background image

رسیدگی به مشکلات صحی ۷۵۶۷  تن از هموطنان در ولایت لوگر

 

سه‌شنبه، ۲۷ ذوالحجه ۱۴۴۶

کارمندان صحی هلال احمر افغانی، طی ۳۰ روز گذشته، در ولسوالی‌ها و قریه‌جات مختلف ولایت لوگر، به ۳۷۰۴ بیمار خدماتی چون معاینه، توزیع دوا، پانسمان زخم‌ها، تطبیق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۰:۴۹
Background image

لوګر ولايت کې د ٧٥٦٧ هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

سې شنبه، ٢٧ ذوالحجه ١۴۴۶
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د لوګر ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٧٠٤ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

BACK TO NEWS