پنجشېر ولایت کې پر ٨٠ بېرونیو مشمولینو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
جمعه ۱۴۰۴/۳/۲۳ - ۱۵:۵۸
پنجشیر، ولایت، شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور سفر

جمعه، ۱۶ ذوالحجه ۱۴۴۶
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس شیخ‌الحدیث شهاب‌الدین دلاور، پنجشير ته په خپل رسمي سفر کې د یاد ولایت د نمایندګۍ په ریاست کې پر ۸۰ بېرونیو مشمولینو کورنیو د دوه ربعو ( شپږ مياشتو) په ټوله کې دوه میلیونه، درې سوه څلور دېرش زره (۲،۳۳۴،۰۰۰) افغانۍ نغدي مرسته ووېشله.

ښاغلي دلاور په خپلو خبرو کې افغاني سره میاشت د بې‌سرپرسته، کونډو، یتیمانو او اړمنو هېوادوالو ملاتړ ته ژمنه وګڼله او زياته يې کړه چې د داسې وګړو لپاره به دا ډول مرستې بې له کوم ځنډ پرته جاري وساتي. نوموړي ژمنه وکړه چې پر یادو کورنیو به په نږدې راتلونکي کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته هم ووېشل شي.
 
دا راز سرپرست عمومي رئیس د نماينده ګۍ کارکوونکو ته د ورځنيو چارو د ترسره کولو برخه کې پر اخلاص او امانتدارۍ ټينګار وکړ او د اړمنو، پېښځپلو او بې سرپرسته کورنيو ستونزو ته پر وخت د رسيدنې اړوند يې لازمې سپارښتنې هم وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۸:۵۷
Background image

پروان کې ۱۰۰ راستنې شوې کورنۍ د خوراکي توکو له مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱۱ جمادی الآخره ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه ۱۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د بشري خواخوږۍ په موخه ۴.۸ ټنه د خوراکي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۸:۴۶
Background image

پنجشېر او بامیانو کې پر ۶۰۰ بېوزلو او راستنو شوو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۲ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په پنجشېر کې پر ۳۰۰ بېوزلو کورنیو او په بامیانو کې پر ۳۰۰ بېوزلو او راستنو شوو کډوالو کورنیو په ټوله کې ۵۳.۴ ټنه د خوراکي توکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۷:۷
Background image

کونړ؛ له ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۱۲ جمادی الآخره ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د کونړ ولایت د ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو له ۵۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د بېړني ملاتړ په موخه پنځه میلیونه او دوه سوه پنځوس زره. . .

BACK TO NEWS